چین د امريکا پر دوو تصدیو بندیزونه لګوي
CMG2022/02/24 14:52:20
شريکول:

امریکا څو ورځې مخکې پر تایوان د وسلو پلورلو اعلان کړی او چین يې په غبرګون کې پرېکړه کړې، چې د امریکې پر دوو نظامي تصدیو به بنديزونه ولګوي.

امریکې دوه اونۍ وړاندې پرېکړه کړې، چې پر تایوان د سلو میلیونو امريکايي ډالرو په ارزښت د توغندیو او د جنګي ميدان د څار سیستم  وپلوري.

چين وايي، چې دا د بايډن حکومت تر لوړې وروسته د امريکې دوهم ځل دی، چې پر تایوان وسلې پلوري او د امريکې دغه کړنه يې د یو چین د پېژندنې له اصل او د چین او امریکا ترمنځ له دریو ګډو اعلاميو څخه څرګنده سرغړونه بللې ده. د امريکا نظامي تصديو د خپل هيواد د حکومت د ناوړه کړنو په بهیر کې  ډېرې ګټې تر لاسه کړي دي.

چین د امریکې پر ریتيون کمپنۍ ((Raytheon Company)) او لوکید مارتین کمپنۍ ((Lockheed Martin Space Systems Company)) تورونه لګولي، چې پر تایوان د وسلو پلورلو چارو کې لاس لري.

چین وايي، چې پر يادو تصديو بنديزونه يې له قانون سره سمون لري او د خپل هېواد د حاکمیت او د خاورې بشپړتیا د ساتلو ټينګ هوډ يې ښودلی دی.

د چین حکومت وايي، هېچا ته به اجازه ورنه کړي، چې له چیني بازار څخه د ګټې اخيستلو په ورته وخت کې د چین حاکمیت او امنیتي ګټو ته زیانونه ورسوي.  

امریکې څو ځلې له خپلې ژمنې څخه سرغړونه کړې او له چین څخه  د تایوان د بېلتون غوښتونکو ته يې پر له پسې ناسمې نښې ورکړې دي او دغو کړنو يې د تایوان تنګي وضعیت ګواښلی دی.

چین به د خپل هېواد د حاکمیت او امنيتي ګټو د ساتلو لپاره دوامدار اړين تدبيرونه ونيسي. (هيله)