د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د عراقي ځواکونو د قوماندانۍ
وياند يحيی رسول د فبرورۍ په ۲۳مه نېټه په يوې بيانيې کې ويلي، چې هوايي ځواکونو يې
د کرکوک ولایت په شمال لوېديځ کې د داعش پر دوو پټنځايونو هوايي بريدونه کړي او د
داعش د ۲ مشرانو په ګډون يې ۵ داعشي وسله وال وژلي دي.
( خبرياله : شکريه )