د سينهوا اژانس د خبر له مخې د سوداګرۍ نړيوال سازمان د فبرورۍ په ۲۳مه نېټه اعلان کړی، چې د روان کال د جون په منځنۍ لسيزه کې به په ژنيو کې د دې سازمان د وزيرانو په کچه ۱۲مه غونډه ترسره کړي.
د سوداګرۍ نړيوال سازمان د عمومي شورا رئيس ويلي، چې د يادې غونډې تر سره کول به د دې سازمان چارې په خوځښت راولي او برخوال به يې د کليدي موضوعاتو په باب بحثونه وکړي.
(غاټول)