د امريکا لوس انجليس ټايمز ورځپاڼې د فبرورۍ په ۱۹مه نېټه خبر ورکړی، چې د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو د تر سره کېدو په بهير کې د لوړې تکنالوژۍ تجهيزاتو د ګردې نړۍ پاملرنه راجلب کړې او چين د دغو لوبو له لارې خپل ټکنالوژيک نوښت نړۍ ته څرګند کړی دی.
ورځپاڼه وايي، چې د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو په مطبوعاتي مرکز کې د روبوټونو رسټورانټ د نړيوالو پاملرنه راجلب کړې ده.
په دغه رسټورانټ کې د خوراکي توکو د اخلي پخلي او خدمتي چارې د روبوټونو او ماشينونو له لارې تر سره کيږي.
بر سيره پر دې، دغو ګرځنده روبوټونو به په ټولو لوبغالو او هوټلونو کې د تعقيم او وقايې کارونه تر سره کول او هغه کسان به يې پېژندل، چې ماسک به يې نه و اچولی او دوی ته به يې د ماسک اچولو وړانديز او خبرداری ورکاوه.
چين د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو په مطبوعاتي مرکز کې د هغو خبريالانو لپاره، چې د شپې تر ناوخته به يې کار کاوه، ۲۰ لنډمهالې خوب خونې جوړې کړې دي.