بېجينګ: د چين او روسيې اړيکې د امريکا او د دې هېواد ملګرو له اړيکو سره څرګند توپير لري
CMG2022/02/24 19:32:57
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چون ينګ د فبرورۍ په ۲۴ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې د چين او روسيې ترمنځ اړيکې د ناپيليتوب او درناوي پر اساس مخ ته ځي او دغه اړيکې يې د کوم بل درېيم لوري د مخنيوي پر بنسټ نه دي ټينګې کړي او د امريکا او د دې هېواد ملګرو هېوادونو له اړيکو سره بيخي فرق لري. امريکا د ايډيالوژيک توپير له مخې خپل ملګري انتخابوي، کوچني ګروپونه او سياسي ډلې جوړوي او دغه کړنې يې په نړۍ کې د جنجالونو او تقابل سبب ګرځيدلې دي.

هوا چون ينګ وويل، امريکا دا حق نه لري، چې چين ته وښيي، چې څه ډول د نورو هېوادونو حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی وکړي، ځکه چين پدې اړه  رښتينی او ډېر ژور پوهاوی لري.  د نړۍ اتو ځواکمنو امپرياليستي هيوادونو پخوا د چين ضد ائتلاف جوړ او يرغل يې پرې کړی و او چينايان د خپل ملي حاکميت له لاسه ورکولو ډېره زړه دردونکې تجربه لري. ناټو کابو ۲۰ کاله مخکې په یوګوسلاویا کې د چین پر سفارت بمباري وکړه، چې له امله يې درې چیني خبریالان ووژل شول او ګڼ شمېر نور پکې ټپیان شول او ناټو لا هم د چینایانو د وینې پوروړې ده. هوا چون ينګ وويل، چې روسيه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دايمي غړی او يو خپلواک او لوی هېواد دی، نو د خپلې ډيموکراتيکې ستراتېژۍ  او ملي ګټو په اساس خپله تګلاره جوړوي او قضاوت کوي .