د اوکراين ولسمشر په ټول هېواد کې د بېړني حالت فرمان لاسليک کړ
CMG2022/02/24 10:07:47
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اوکراين ولسمشر ولاديمیر زلنسکي د فبرورۍ د ۲۳مې نيټې په شپه يو فرمان لاسليک کړی، چې له مخې به يې پر ځايي وخت د فبروۍ د ۲۴مې نيټې د شپې له ۱۲ بجو څخه له دونيڅک او لوهانسک پرته په نورو ايالتونو کې د ۳۰ ورځو لپاره بېړنی حالت پيل شي.

د دې هېواد پارلمان د همدې ورځې په شپه يوه ځانګړې غونډه تر سره کړې او غړو يې د ملي امنيت او د دولتي بېړني حالت د پيلولو په هکله د دفاعي کميټې له خوا د وړاندې شوې قانوني مسودې په باب بحثونه کړي دي.

زلنسکي د پارلمان د ۳۳۵ غړو د موافقو رايو په ترلاسه کولو سره ياد فرمان لاسليک کړی. دی

 

(غاټول)