د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلنسکي د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه په يوه خبري ناسته کې ويلي، چې هيواد يې له روسيې سره ډيپلوماتیکې اړيکې پرې کړې دي.
نوموړي زياته کړې، چې د روسيې پوځ اوکراين ته داخل شوی او د دې هېواد له وسله وال پوځ سره يې سخته جګړه روانه کړې ده. د زلنسکي په وينا، د اوکراين ځواکونو په دونباس سيمه، د دې هېواد په ختيځ، شمال او جنوب کې د روسي پوځ د بريدونو مخه نیولې ده او ادعا يې کړې، چې روسي پوځ ته يې ډېر زيانونه رسولي او نور زيانونه به هم ورته ورسوي.