د چین د دولتي شورا غړي او د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه له خپل روسي سيال سیرګي لاوروف سره ټليفوني خبرې وکړې.
لاوروف په خپلو خبرو کې د اوکراین وضعیت د پرمختګ بهیر او د روسيې دريځ بیان کړ او و يې ویل، چې امریکې او ناټو له خپلو ژمنو څخه سرغړونه کړې او د ختيځ په لور د پراخېدو هڅې يې پېل کړي او د مينسک نوی تړون يې نه دی مراعات کړی. نوموړي ويلي، چې د امريکې او ناټو کړنې د امنیت شورا له ۲۲۰۲مې پرېکړې سره په ټکر کې دي او څرګنده سرغړونه کوي او روسيه يې اړه کړې، چې د خپلو حقونو د ساتلو لپاره اړين تدبيرونه ونیسي.
وانګ يي په خپلو خبرو کې وویل، چې چین د بېلا بېلو هېوادونو حاکمیت او د خاورې بشپړتیا ته درناوی کوي، د اوکراین کړکيچ د یو لړ پيچلو تاریخي عواملو له امله رامنځته شوی او چین د امنیتي مسئلې په برخه کې د روسيې مناسبې پاملرنې درک کوي او له ښکیلو خواوو څخه غواړي، چې د سړې جګړې نظرونه پرېږدي او د خبرو اترو له لارې په اروپا کې برابر، اغېزمن او دوامدار امنیتي نظام جوړ کړي. (هيله)