امریکې د چين پر وړاندې عملي پلان لغوه کړ
CMG2022/02/25 14:37:49
شريکول:

د امریکې د عدليې وزارت د چین پر وړاندې تش په نوم عملي پلان لغوه کړی دی. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چون ینګ د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه په یوه خبری ناسته کې وویل، چې د امریکې دغه تش په نوم عملي پلان د پخواني حکومت پاتې شوې ناسمه پرېکړه وه او باید لغوه شوی وای. 

مېرمن هوا چون ینګ پر دې ټينګار وکړ، چې یاد تش په نوم عملي پلان د چین د پرمختګ د مخنيوي وسیله وه او له امله يې د امریکې په کوردننه کې نژادي تبعیض نور هم زیات شوی او اسيايي الاصله امریکایانو ته يې ډېر زیانونه رسولي دي او د چین او امریکې ترمنځ همکاریزې اړیکې يې هم خرابې کړې دي. چین څو ځلې له امریکې څخه جدي غوښتنه کړې وه چې دغه پلان ختم کړي. 

نوموړې په اشارې وویل، چې امریکايي رسنیو هم څو ځلې ویلي او خپرونې يې جوړې کړي، چې د چین پر وړاندې د امریکا د یاد عملي پلان تر جوړېدو وروسته، په دغه هېواد کې د یوې موخې لپاره د قضیو شمېر ټاکل کېږي او ور پسې په بېلا بېلو لارو د یاد شمېر د پوره کولو لپاره جعلي قضيې جوړېږي، چې دا چارې له قانون او عدالت سره په ټکر کې دي او بايد د پای ټکی ورته کېښودل شي.(هيله)