د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه د سنو بورډ سکي وهلو چيني لوبغاړي سو يي مينګ ته په ځوابي پيغام کې د چين د يخ او واورې ټولو لوبغاړو ته مبارکي ويلې او نيکې هيلې او پېرزوينې يې ورته وړاندې کړې دي.
نوموړي ويلي، چې سو یي مينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په ډګر کې د نه ستومانه کېدونکو کوښښونو له لارې برياليتوب تر لاسه کړی او نوموړی یې ستایلی دی!
سو يي مينګ ۱۸ کلن دی، د بېجينګ د اولمپيک په ژمنيو لوبو کې يې د سنو بورډ د ټوپ وهنې او د سلوپ اوبسټکل لوبو کې يو طلايي او يو نقرايي مډالونه ګټلي دي.
هغه په دې وروستيو کې د دولت رئيس شي جين پينګ ته پيغام لیږلی او د چين لپاره یې د خپلو کوښښونو د تسلسل هيلې پکې ښودلې دي.
خبرياله: شکريه