په ګردې نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۴۲۸ میلیونو،۵۱۱ زرو او ۶۰۱ ته رسېدلی
CMG2022/02/25 10:51:54
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، روغتیا نړیوال سازمان د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه یو تازه راپور خپور کړ، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا په وخت د همدې ورځې د ماسپښين تر ۵ بجو او ۲۳ دقيقو پورې په ګردې نړۍ کې د کرونا وبا ۱ میلیون، ۸۲۶ زره او ۱۲۲ نوې پېښې ثبت شوي او عمومي شمېر يې ۴۲۸ میلیونو، ۵۱۱ زرو او ۶۰۱ ته رسېدلی دی. په همدې مودې کې د دغې وبا له امله ۱۱ زره او ۴۱ تنه مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر يې ۵ میلیونو، ۹۱۱ زرو او ۸۱ ته رسېدلی دی. (هيله)