بېجينګ: چين د اوکراين مسئلې په تړاو د سولې او عدالت پلوي دی
CMG2022/02/25 19:43:21
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د فبرورۍ په ۲۵مه نېټه د دغه وزارت په نوبتي خبري ناستې کې د اوکراين مسئلې په اړه د خبريال پوښتنې ته په ځواب کې يو ځل بيا د چين دريځ څرګند کړ او پر دې يې ټينګار وکړ، چې چين د سولې او عدالت پلوي کوي او هميشه يې پر همدې دريځ ټينګار کړی دی.

نوموړي د اوکراين مسئلې په اړه وويل، چې د ښکيلو خواوو مناسبې امنيتي اندېښنې بايد په نظر کې ونيولی شي، د سړې جګړې مفکوره بايد ليرې او د اوکراين مسئله او نورې اړوند چارې بايد د خبرو اترو له لارې په هراړخيزه توګه حل شي او د اروپا د امنيت لپاره بايد اغېزمن او دواملرونکي ميکانيزم جوړ شي.