چين: امريکا بايد د افغانانو شتمني خوشې کړي
CMG2022/02/25 19:37:30
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د فبرورۍ په ۲۵مه نېته په يوې خبري ناستې کې وويل، چې امريکا بايد له شرط پرته د افغانستان کنګلې پيسې خوشې کړي او پر دغه هېواد بايد خپل يواړخيز بنديزونه پای ته ورسوي او افغانانو ته دې د اوښتو زیانونو د جبران  لپاره رښتيني ګامونه پورته کړي.
د چين ګلوبل ټايمز ورځپاڼې د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه د نومونو او لاسليکونو راټولولو فعاليت پيل کړی او له امريکا څخه پکې غواړي، چې د افغانانو کنګله شتنمني ازاده کړي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وانګ ون بين وويل، چې د دغه فعاليت د پيل په ۲۴ ساعتونو کې له ۲۰۰ زرو زياتو انټرنيټ کاروونکو خپل نومونه ثبت او لاسليکونه کړي دي او د دوی دا چاره ددې څرګندويي کوي، چې د امريکا يادې لاروهونکې کړنې د نړيوالو سخته غوسه را پارولې ده.