د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان په کندز او تخار ولايتونو کې د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه ۸ واکسيناتوران په ډزو وژل شوي دي.
د کندز سيمه ييز چارواکي، چې د خپل نوم له اخيستلو يې ډډه کړې، د سينهوا اژانس خبريال ته ويلي، چې په کندز ښار او امام صاحب ولسوالۍ کې، د ۴ ښځو په ګډون ۷ واکسيناتوران، چې د ګوزڼ ضد واکسين د تطبيق دنده يې ترسره کوله، په ډزو وژل شوي دي او اوس په دغه ولايت د ياد واکسين د تطبیق چارې په ټپه درېدلې دي..
د تخار سيمه ييز چارواکي ويلي، چې دغه ولايت په مرکز تالقان ښار کې هم يو واکسيناتور په ډزو وژل شوی دی.
تر اوسه کومې ډلې د يادو پېښو مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی.
خبرياله: شکريه