د سينهوا اژانس د خبر له مخې په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستيال دای بينګ د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه د امنيت شورا د عراق مسئلې په هکله په يوه علنۍ غونډه کې ويلي، چې چين به د دايمي سولې او دوامدار پرمختګ په برخه کې له نړيوالې ټولنې سره يو ځای له عراق څخه ملاتړ ته دوام ورکړي.
دای بينګ وويل، چې د تېر کال په پای کې د عراق پارلماني ټاکنې په سالمه توګه ترسره شوي او کورنی سياسي بهير یې نوي پړاو ته داخل شوی دی.
نوموړي هيله وښوده، چې د عراق بېلا بېلې ډلې او ګوندونه له اوسني فرصت څخه په استفادې خپلمنځي يووالی پياوړی کړي او د هيواد د اساسي قانون او نورو قوانينو پر بنسټ د خبرو اترو او مشورو له لارې د دايمي سولې او سمسورتيا لپاره کلک بنسټ کيږدي.
(غاټول)