د اتومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ عمومي مدير رافايل ګروسي د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه ويلي، چې دغه ايجنسي د اوکراين حالات له نږدې څاري او له اړوندو خواوو څخه غواړي، چې تر وسې پورې سړه سينه وساتي او د اوکراين په ذروي تجهيزاتو کې د تخريبي عمل مخه ونيسي.
نوموړي ويلي، چې د اتومي انرژۍ نړيواله ايجنسي د اوکراين د اټومي برېښناکوټ او نورو ذروي تجهيزاتو خونديتوب ته ډېره پاملرنه کوي او له نږدې يې څاري.
هغه زياته کړې، چې د اوکراين اړوند ادارې د اتومي انرژي نړيوالې ايجنسۍ ته خبر ورکړی، چې نامالومو وسله والو د دغه هېواد د چيرنوبيل ذروي برېښناکوټ کنټرول ترلاسه کړی، خو په سيمه کې يې چا ته مرګژوبله نه اده اړولې او برېښناکوټ ته يې هم زیان نه دی رسولی.
خبرياله: شکريه