ناټو او امریکا اوکراین ته ځواکونه نه ليږي
CMG2022/02/25 15:57:01
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه ویلي، ناټو پلان نه لري چې اوکراین ته خپل ځواکونه ولیږي، خو متحده دفاعي پلان يې پيل کړی دی او له روسيې څخه يې غوښتي، چې سمدلاسه په اوکراین کې نظامي عملیات ودروي.

د امریکې د سپینې ماڼۍ سيکريټرې جین پوسکي د فبرورۍ په ۲۳مه نېټه ومنله،  چې امریکا به له روسيې سره جګړه ونه کړي او اوکراین ته به خپل ځواکونه ونه ليږي.

د ناټو شورا د فبرورۍ د ۲۴مې نېټې په سهار یوه ځانګړې ناسته ترسره کړې ده.

سټولټنبرګ تر يادې خبري ناستې وروسته ويلي، چې ناټو په اوکراین کې ځواکونه نه لري او اوکراین ته د ځواکونو د ليږلو پلان هم نه لري. هغه زیاته کړې، چې ناټو غواړي، د اروپا په ختيځ کې په غړیو هېوادونو کې زیات ځواکونه ځای پر ځای کړي.  (هيله)