ملګرو ملتونو په اوکراین کې د بشردوستۍ مرستې لپاره ۲۰ میلیونه ډالره بېل کړي
CMG2022/02/25 10:54:45
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریس د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه اعلان وکړ، چې ملګري ملتونه به له بېړني صندوق څخه ۲۰ میلیونه ډالره بېل کړي او د اوکراین او شاوخوا سيمو کې د بېړنیو بشردوستۍ مرستو لپاره به يې وکاروي. 

نوموړي پر بېلا بېلو خواوو غږ وکړ، چې د بشري حقونو او د بشردوستۍ د نړیوالو قوانینو مراعات وکړي او د خلکو خوندیتوب ته دې لومړیتوب ورکړي. هغه وویل، چې د اوکراین اوسنی وضعیت د بدلون شونتیا لري، او راتلونکې هر ډول پرېکړه به زموږ د نړۍ پر برخلیک او د ګڼ شمېر خلکو پر ژوند ډېره اغېزه وکړي. (هيله)