شي جين پينګ د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره تېلفوني خبرې وکړې
CMG2022/02/25 20:22:26
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ په ۲۵مه نېټه د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره تېلفونې خبرې وکړې.

شي جين پينګ د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې د پوتين د ګډون په مناسبت له نوموړي څخه مننه وکړه او په دې مناسبت يې پوتين ته مبارکي وويله، چې د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو کې د روسي لوبغاړو د تر لاسه شويو مډالونو شمېر د دغو لوبو د مډالونو په درجه بندۍ کې دوهم ځای نيولی دی.             پوتين په خپلو خبرو کې د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو د برياليتوب او د چيني لوبغاړو د لاسته راوړنو په مناسبت چيني ملت ته مبارکي وويله.

دواړو مشرانو د اوکراين د اوسني وضعيت په اړه هم د نظريو تبادلې وکړې.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وويل، چې د اوکراين په ختيځ کې اوسنيو سختو بدلونونو د نړيوالې ټولنې پاملرنه راجلب کړې ده او ويې ويل، چې د ښکيلو خواوو مناسبې امنيتي اندېښنې بايد په نظر کې ونيولی شي، د سړې جګړې مفکوره بايد ليرې او د اوکراين مسئله او نورې اړوند چارې بايد د خبرو اترو له لارې په هراړخيزه توګه حل شي او د اروپا د امنيت لپاره بايد د خبرو اترو له لارې اغېزمن او دوام لرونکی ميکانيزم جوړ شي. چين له دې څخه ملاتړ کوي، چې روسيه او اوکريان د خبرو اترو له لارې خپلمنځي ستونزې حل کړي. چين د بېلا بېلو هېوادونو د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا درناوی او د ملګرو ملتونو د منشور پر موخو او اصولو ټينګار کوي.