زلنسکي: لويديځو هېوادونو اوکراين په بشپړه توګه پرېښود
CMG2022/02/25 10:36:51
شريکول:

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلنسکي پر ځايي وخت د فبرورۍ په ۲۵مه نېټه وويل، چې لويديځو هېوادونو په بشپړه توګه اوکراين ته شا ګرځولې او جنګ ته یې يوازې پرېښودلی دی.

نوموړي ويلي، چې هغه د ۲۷ اروپايي هېوادونو له مشرانو څخه پوښتنه کړې، چې ايا اوکراين په ناټو کې شاملېدای شي؟ خو لا يې هم ځواب نه دی ترلاسه کړی.

زلنسکي زياته کړې، اوکراين وېره نه لري، چې د خپل امنيت او بې طرفۍ په شمول د ډېرو مسئلو په هکله له روسيې سره خبرې اترې وکړي، ځکه اوکراين تر اوسه د  ناټو غړی نه دی.

 

(غاټول)