د اسيا او ارام سمندر سيمه نړيوال اقتصاد په خوځښت راولي
CMG2022/02/25 14:53:31
شريکول:

د اسيا پرمختیايي بانک په دې وروستيو کې يو راپور خپور کړی، چې له مخې يې د کرونا وبا د خپرېدو په درشل کې د چين د صادراتو د ډېرېدو له امله د اسيا او ارام سمندر په سيمو کې تجارتي اړيکې او د سيمه ايزو ارزښتونو ځنځير نه دی کمزوری شوی.

د چين د سوداګرۍ وزارت وياند ګاو فنګ په دې اړه ويلي، چې د اسيا او ارام سمندر په سيمو کې د تجارتي همکاريو د پياوړتيا لپاره ځانګړې ښيګنې او مرستندويه چارې ترسره کيږي. 

د چين لينوو شرکت، چې د تجارتي چارو اويا سلنه برخه يې بهرنيو هېوادونو ته صادريږي، د عرضې ټينګ ځنځير لري او په تېر کال کې يې د اړوندو توکو د صادراتو عمومي ارزښت ۲۰ ميليارډو ډالرو ته رسيدلی دی، چې دا د وړم کال د همدې مودې په پرتله ۲۷سلنه زياتوالی ښيي.

دغه شرکت په همدې کال کې د چين او اروپا تر منځ د بار وړونکو اورګاډو له لارې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې پرتو هېوادونو ته ۳۲۰۰ کانتينرونه صادر کړي او د صادراتو ارزښت يې ۲ ميليارډو ډالرو ته رسيدلی دی.

د چين لينوو شرکت مشر يانګ يوان چينګ وايي، چې دوی د عرضې ځنځير په برخه کې د منځنيو او کوچنيو تصديو په شمول ډېرې نړيوالې تصدۍ لري، په تېره بيا د چيني تصديو شمېر يې ډېر زیات دی. نوموړی وايي، چې شرکت يې له دغو تصديو سره همکارۍ کوي او ډول ډول توليدات ورڅخه اخلي.   

يوه خوا چين د صادراتو په چارو کې ټينګ توان ښودلی او له بلې خوا نړيوال شرکتونه په چټکۍ چيني بازار ته د ننوتلو په هڅې کې دي. د اروپا ايرباس شرکت په تېر کال کې چين ته ۱۴۲ الوتکې صادرې کړي، چې دا د وړم کال په پرتله ۴۰ سلنه زياتوالی ښيي او بهرنيو هيوادونو ته د صادرو شويو الوتکو شمېر يې د نړۍ په عمومي شمېر کې څه باندې ۲۳ سلنه نيسي.   

د اسيا پرمختيايي بانک په دې وروستې مودې کې د يو راپور په خپرولو سره ويلي، چې سره له دې چې په ګردې نړۍ کې د کرونا وبا د خپرېدو په درشل کې د خلکو پر تګ راتګ محدوديتونه لګیدلي او د عرضې ځنځير پرې کېدلو د نړيوال تجارت پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي، خو بیا هم د ارام سمندر سيمې کې د تجارت ارزښت په تېرو۳۰ کالونو کې بې ساری دی او نوی ريکارډ يې ټينګ کړی دی.  

لامل يې دا ښودلی، چې د اسيا او ارام سمندر سيمې کې د اړتياوو سرچينې زياتې دي او د بازار پيمانه يې لويه ده. د چين د تجارت وزارت وياند ګاو فنګ ويلي، چې د اسيا او ارام سمندر سيمه د اقتصاد د نړيوال کيدو د پرمختګ، د پيسو، ټېکنالوژيو او کارګرو د تګ راتګ د چټکېدو پر مهال په نړۍ کې تر ټولو فعاله ده او د پرمختګ ستر توان لري. د اسيا او ارام سمندر سيمې هېوادونو د کرونا وبا د خپرېدو په درشل کې يو له بل څخه ملاتړ کړی، نو ځکه يې تجارتي تګ راتګ ورځ تر بلې زياتې او د توليدي ځنځير همکارۍ يې نژدې کيږي او د پرمختګ ټينګ او پټ توان يې ښودلی او د نړۍ د اقتصادي پرمختګ مهم قوت ګرځيدلی دی. 

د سيمې د هراړخيز اقتصادي همکاريو اړيکو تړون(رسیپ) د روان کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه په رسمي توګه نافذ شوی، په دغه تړون کې د نړۍ نفوس يو په درې برخه لري او د نړۍ يو په درې جي ډي پي رامنځته کوي. د دغه تړون له نافذېدو وروسته سره به په يادې سيمې کې د څه باندې ۹۰ سلنه توکو ګمرکي تعرفې صفر ته ښکته شي.

 وياند ګاو فنګ ويلي، چې د ياد تړون په پلي کېدو سره به د اصلي توليدي ځايونو او د ګمرکاتو د اجنډاوو او د معاينې سيستم په شمول ځيني اصول ګام په ګام عملي شي، نو په دغه سيمه کې به د تجارت لپاره د اصلي لګښت بيې ډېرې کمې شي، د تجارت د اسانېدو سويه به نوره هم ښه او د توليد او عرضې ځنځير به نور هم اغيزمن شي.

نوموړی زياتوي، چې چين غواړي د اسيا او ارام سمندر سيمې له هېوادونو سره ګډې هڅې وکړي، د کرونا وبا ضد په مبارزې کې ورسره همکارۍ پياوړې کړي، د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د همکاريو پټ توان ولوبوي، د توليد او عرضې ځنځير ثبات ورسره په ګډه وساتي او د اسيا او ارام سمندر سيمې ګډ پرمختګ وهڅوي.