د چين دولتي شورا غړی او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د فبرورۍ په ۲۵ مه نېټه په انلاين ډول د کرونا ضد واکسين په اړه د ملګرو ملتونو د اسامبلۍ په لوړه کچه غونډه کې ګډون وکړ.
نوموړي وويل، چې له تېرو دوو کلونو راهيسې کرونا وبا په ټوله نړۍ کې خپره شوې. په ټوله نړۍ کې د کرونا ضد واکسين د تطبيق کارونه ستر پرمختګ تر لاسهی،خو د واکسين د وېش په برخه کې ستونزې لا هم شتون لري.
وانګ يي په ياده غونډه کې څلور وړانديزونه وکړل.
لومړۍ، موږ بايد په ټوله نړۍ کې د کرونا ضد مبارزه کې يو له بل سره همکارۍ وکړو.
دوهم، موږ بايد د کرونا ضد څېړنې او د واکسين جوړونې کارونو ته پرمختګ ورکړو.
درېیم، موږ بايد په ټوله نړۍ کې د روغتيا د اداري سيستم جوړولو ته پام وکړو.
څلورم، موږ بايد د کرونا ضد مبارزې په ترڅ کې د اقتصادي پرمختګ هڅه هم وکړو.