وانګ يي د اوکراين مسئلې په هکله د چين پنځه فقره ييز دريځ بيان کړ
CMG2022/02/26 11:22:06
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د فبرورۍ په ۲۵مه نېټه په جلا جلا توګه د بريټانيا د بهرنيو چارو له وزيرې ليز تروس، د اروپايي ټولنې د ډيپلوماتيکو او امنيتي تګلارو د لوړ پوړي استازي جوسف بوريل او د فرانسې د ولسمشر له سلاکار بوناتوني سره ټليفوني خبرې وکړې او د اوکراين مسئلې په هکله يې د نظريو تبادلې وکړې.

وانګ يي د دې مسئلې په هکله د چين پنځه فقره ييز دريځ بيان کړ: لومړی چين ادعا کوي، چې د بېلا بېلو هېوادونو د ملي حاکميت او د خاورو د بشپړتيا درناوی کوي او د م م منشور او اصول مراعاتوي. دوهم، چين د امنيت په هکله ګډ، عمومي، همکاريز او دواملرونکي افکار لري. درېيم، چين تل د اوکراين مسئلې بدلون ته پاملرنه کړې او اوسنی کړکېچ نه غواړي. څلورم چين د اوکراين د اوسني بحران د سوله ييز حل په ګټه له هر ډول ډيپلوماتيکو هڅو څخه ملاتړ کوي او د روسيې او اوکراين ترمنځ د مستقيمو خبرو اترو هر کلی کوي.پنځم ، د م م امنيت شورا بايد د دې بحران د حل وفصل لپاره رغنده رول ولوبوي.

 

(غاټول)