د م م د امنيت شورا د فبرورۍ په ۲۵مه نېټه د اوکراين د وضعيت په اړه د امريکا او البانيا له خوا د وړاندې شوې پرېکړه ليک مسودې په هکله رايه ورکړې، خو دغه مسوده په يوولسو موافقو، ۱ مخالفو او ۳ ممتنعو رايو نه ده تصويب شوې. په م م کې د چين دايمي استازي جانګ جون تر دې رايي ورکونې وروسته داسې ویلي، چې د اوسني حساس حالت پر وړاندې د م م د امنيت شورا بايد لازم غبرګون وښيي او محتاط رويه دې غوره کړي.
دغه راز هر عمليات بايد د اوسني بحران د حل وفصل لپاره ګټور وي، که دغه مسئله په ناسمه توګه حل شي او پر روسيې بنديزونو ته ادامه ور کړي شي، نو سرومال ته به زيانونه زيات شي . که د دې مسئلې د سوله ييز حل دروازه بنده شي، نو ډېر ملکيان به زيانمن شي، نو ځکه له دې کبله چین دغې مسودې ته ممتنعه رويه ور کړه.
(غاټول)