د افغانستان په باميان ولايت کې ژمنۍ لوبې تر سره شوې
CMG2022/02/26 11:23:28
شريکول:

د افغانستان پر ځايي وخت د فبرورۍ په ۲۲مه نېټه په باميان ولايت کې دوه ورځنۍ ژمنۍ لوبې پيل شوې او د دې هېواد د بېلا بېلو لوبغاړو په پنځو ژمنيو لوبو کې ګډون وکړ. د افغانستان د سکي د ګډې ټولنې رئيس د سي اېم جي له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې ويلي، چې که څه هم افغان سکيرانو د سکي د نړيوالې کمیټې غوښتنه پوره نه کړې او د بېجينګ د اولمپيک په ژمنيو لوبو کې يې ګډون ونه کړ، خو افغان لوبغاړي لاهم خپل ارمان او خوب لري او د ستونزو  په وخت کې یې له تمرينونو څخه لاس نه دی اخيستی. د خبر له مخې يادې ژمنۍ لوبې د افغانستان د اولمپيک کمېټې د ژمنيو لوبو د اتحاد له خوا تنظیم شوي دي.

 

(غاټول)