چین د خبرو اترو له لارې د روسیې او اوکراین د خپلمنځي ستونزې د حل ملاتړ کوي
CMG2022/02/26 10:37:30
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ په ۲۵مه نېټه د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره د ټليفوني خبرو اترو په ترڅ کې وويل، چې چين د اوکراين د مسئلې  په اړه د اړوندو لاملونو او واقعيتونو له مخې خپل دريځ  لري.

شي جين پينګ زیاته کړه، چې د سړې جګړې مفکوره بايد لېرې شي، د بېلا بېلو خواوو معقولو  غوښتنو ته دې په درنه سترګه وکتل شي او درناوی دې یې وشي. د اروپا د امنيت لپاره دې د خبرو اترو له لارې اغېزمن او دوام لرونکی ميکانيزم جوړ شي. چين له دې څخه ملاتړ کوي، چې روسيه او اوکراين د خبرو اترو له لارې خپلمنځي ستونزې حل کړي. پوتين په خبرو کې ويلي، چې روسيه کولی شي

د شي جين پينګ او پوتين تر منځ ټليفونې خبرې اترې ډېرې مهمې  دي، چې د اوکراين مسئلې د سياسي حل و فصل لپاره د چين هڅې دې. شي جين پينګ مخکې د فرانسې له ولسمشر ماکرون سره د ټليفونې خبرو په ترڅ کې پر دې ټينګار کړی، چې اړوندې خواوې بايد د اوکراين مسئلې پر سياسي حل و فصل ټينګار وکړي، د نورماندي په شمول څو اړخيز ډګر وکاروي، او د خبرو اترو له لارې په هراړخيزه توګه د اوکراين مسئلې حل کړي. د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په جلا جلا توګه د روسيې او امريکا د بهرنيو چارو له وزيرانو سره د ټليفونې خبرو په ترڅ کې د چين موقف بيان کړ. چين د اوکراين مسئلې حلولو لپاره د بېلا بېلو خواوو تر منځ د سوله ايزو خبرو اترو هڅونه کوي او له سياسي لارې د دغې مسئلې حلولو په اړه خپل وړانديز کوي، چې چين د يو لوی مسئولانه هېواد په حيث رول لوبوي.

په همدې وخت کې د چين او روسيې د مشرانو تر منځ په ټليفوني خبرو کې مهم معلومات خپاره شوي، چې که څه هم د روسيې او اوکراين تر منځ پوځي جنجال رامنځته شو، خو د خبرو اترو له لارې د اړوندو مسئلو د حلولو لپاره کړکۍ لا هم موجوده ده. روسيې د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه څرګنده کړه، چې که اوکراين د بې طرفۍ دريځ غوره کولو او په خپل هېواد کې د وسلو د نه ځای پر ځای کولو په اړه تياريانې  ونیسي، روسيه غواړي ورسره خبرې اترې وکړي. پوتين له شي جين پينګ سره د ټليفوني خبرو په ترڅ کې يو ځل بيا د خبرو اترو لپاره د روسيې نظريه څرګنده کړه. په همدې ورځ د اوکراين ولسمشر ولاديمير ځيلينسکي ويلي، چې د ټولو مسئلو په هکله له روسيې سره د خبرو اترو په اړه چمتو  دی. له دې څخه څرګنديږي، چې د اوکراين مسئلې د سياسي حل و فصل لپاره دروازه تړلې نه ده. يو له بل سره مقابله کول مسئلې نه شي حلولی، خو خبرې اترې، د اوکراين د مسئلې حلولو لپاره تر ټولو ښه ټاکنه ده.

د اوکراين ولسمشر ولاديمير ځيلينسکي د فبرورۍ په ۲۵مه نېټه له روسيې سره د خبرو اترو نظريې  ورکړې، په عين وخت کې يې د ناټو په هکله خپل افسوس څرګند کړ. هغه وويل، چې د اروپايي هېوادونو له ۲۷ مشرانو څخه يې پوښتنه  کړې، چې آيا په ناټو کې برخه ولري که نه، خو له ټولو نه يې ځواب نه دی تر لاسه کړ. لويديځ هېوادونه اوکراين یوازې پرېښودلی دی، چې په خبرو کې د لويديځو هېوادونو لخوا د دوکه کېدو احساسات خپاره شوي.

د اوکراين مسئله تر اوسه پورې ډېرې سخته شوې، چې د امريکا په مشرۍ ناتو ډېرې دندې لري. له سړې جګړې وروسته امريکا  ناټو هڅولې، چې د پنځو ځلو لپاره  یې ختيځ ته  د خپل نفوذ د پراخېدو هڅه کړې او د روسيې په شاوخوا کې یې امنيتي چاپېريال ته یې ګواښونه  جوړ کړي. دا د روسيې او امريکا او ناټو تر منځ د کړکېچ د سختېدو لامل دی. له ۲۰۱۴ کال راهيسې امريکا اوکراين ته د ميليارډونو ډالرو په اندازه پوځي مرستې ورکړې او ناټو او اوکراين څو څو ځلې په لویه پیمانه نظامي تمرينونه تر سره کړي. اوکراين فکر کړی، چې له امريکا او ناټو څخه يې د امنيت ساتلو قوت تر لاسه کړی دی، خو په ناټو کې د اوکراين د ګډون په اړه د غوښتنو په هکله د امريکا په مشرۍ ناټو تل رد کړی. دا منطق ډېر څرګند دی، چې د امريکا په مشرۍ ناټو يوازې غواړي د روسيې د مخنيوي په ترڅ کې اوکراين وکاروي، خو نه غواړي ورسره يو ځای  شي.

سره له دې چې امريکا په پر له پسې توګه اوکراين ته وسلې لېږلې دي، خو څو څو ځلې يې  ويلي، چې په جګړه کې به ګډون ونه کړي. د امريکا د کانګرس د مشرانو جرګې غړي تولسي ګابارډ ويلي، چې د امريکا حکومت په ناټو کې د اوکراين د نه منلو تأمین کولی شي، نو د روسيې او اوکراين تر منځ د نظامي شخړې مخه نيولی شي. خو دوی نه غواړي دغه کار وکړي، ځکه چې دوی غواړي دغه جګړه وګوري او اوږده شي. په دې توګه به له یوې خوا د امريکا حکومت پر روسيې د لا سختو بنديزونو لګولو پلمه پيدا  کړي  او له بلې خوا به د امريکا نظامي فابريکې د دغې جګړې له امله ډېرې ګټې تر لاسه  کړي.