چين به د افغانستان د پرمختګ لپاره مرستو ته ادامه ورکړي
CMG2022/02/26 11:18:11
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د فبرورۍ په ۲۵مه نېټه د يوې نوبتي خبري ناستې مشري وکړه.

د خبريالانو پوښتنه دا وه: د افغانستان مسئلې په هکله د چين د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازي يوو شياو يونګ په دې وروستيو ورځو کې د افغانستان مسئلې په نړيوال سیمينار کې د دې هېواد د بيا رغونې لپاره د چين د عملياتو او ادعاوو په باب معلومات وړاندې کړل. ايا کولی شي چې په دې اړه لازيات معلومات وړاندې کړي؟ چین له افغانستان سره د مرستو لپاره څه تدبيرونه  لري؟

وياند وانګ ون بين وويل، چې اوس افغانستان له ګډوډۍ څخه پر ارامتيا د بدلېدو په کليدي پړاو کې واقع دی . د افغانانو لپاره هغه فرصت رارسېدلی، چې برخليک يې په خپله ټاکي او له خپلو مشخصاتو سره سم پرمختيایي لار لټوي. د دې ترڅنګ افغانستان د بشر دوستۍ، اقتصاد، د ترهګرۍ ضد مبارزې او د حکومتولۍ په برخو کې له ډېرو ستونزو سره مخ دی، نو نړيواله ټولنه دې له دې هېواد څخه ملاتړ وکړي. د دې ترڅنګ د افغانستان سرپرست حکومت دې ټولشموله او نرمه کورنۍ او بهرنۍ تګلاره غوره کړي، له هر ډول ترهګريزو ډلو سره دې ټينګه مبارزه وکړي،له بېلا بېلو هېوادونو سره دې دوستي ټينګه کړي او د خلکو د هيلو او د زمانې له تمايل سره سم دې يو عصري هېواد اباد کړي.

 

د افغانستان د وضعيت له بدلېدو راهيسې چين له افغان لوري سره تماس ساتلی او له افغانانو سره يې بېړنۍ مرستې کړې دي. چين به له افغان خلکو سره د دوستۍ پر تګلارې ټينګار وکړي، د دې هېواد ملي حاکميت، خپلواکۍ، د خاورو بشپړتيا ته به درناوی  وکړي او د دې هېواد په کورنيو چارو کې به لاسوهنه ونه  کړي.چين به د دې هېواد د دايمې سولې او ارامتيا لپاره له سيمه ييزو هېوادونو سره همکارۍ وکړي، تر څو أفغانستان په سالم ډول پرمختګ وکړي. هغه دې ته په اشارې سره ويلي، چې چين به په دوامداره توګه د افغانانو ترڅنګ ټينګ ولاړ وي او د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره به له دې هېواد سره مرسته وکړي، تر څو افغانستان ژر تر ژره د نړيوالې ټولنې په لويه کورنۍ کې شامل شي.

 

(غاټول)