شي جين پينګ: چين به په کلک هوډ سره د خپل هېواد د بشري حقونو ساتنه وکړي
CMG2022/02/26 16:57:47
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې سياسي بيورو د فبرورۍ پر ۲۵مه نېټه د چين د بشري حقونو د پرمختيایي لارپه باب ډله ييزه څېړنه وکړه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشی شي جين پينګ په دې ترڅ کې پر دې ټينګار کړی چې د بشري حقونو درناوی او تضمين د چين د کمونېست ګوند د نه ستومانه کېدونکو کوښښونو موخه ده. په تېرو سلو کلونو کې د چين کمونېست ګوند د خلکو په مشرۍ سره د بشري حقونو د تر لاسه کولو، د دغو حقونو د درناوي او تضمين لپاره ډېرې نه ستومانه کېدونکې هڅې کړې دي. مونږ بايد د بشري حقونو پر اهميت او بيړنيتوب ښه پوه شو، په ټينګه سره دې د چين د بشري حقونو په پرمختيايي لور روان شو او د بشري حقونو درناوي ته دې پاملرنه زياته کړو تر څو د چين د بشري حقونو چارې لا نور پرمختګ ومومي.

(غاټول)