د پيسو نړيوال صندوق: د اوکراين حالاتو له امله به ستر اقتصادي خطرونه رامنځته شي
CMG2022/02/26 16:44:03
شريکول:

د پيسو نړيوال صندوق مشرې کريسټالينا ګيورګيوا د فبرورۍ پر ۲۵مه نېټه ويلي، د اوکراين حالات سيمې او نړۍ ته ستر اقتصادي خطرونه رسوي. د پيسو نړيوال صندوق په اوکراین کې د روانو حالاتو د اقتصادي اغيز ارزونه کوي او چمتوالي نیسي، چې د دغه صندوق غړو ته ملاتړ برابر کړي.

ګريسټالينا ګيورګيوا په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، په روانې اونۍ کې د اوکراين د حالاتو دوام د پاملرنې وړ دي او د جګړه لا اوږدېږې، اقتصادي اغيزې به لا سختې وي. اوسمهال نړيوال اقتصاد د کرونا وبا له منفي اغيزې څخه د بيا اعاده کېدو په حال کې دی، خو ښايي چې د اوکراين بحران به د اقتصادي پرمختګ بهير خراب کړي. 

نوموړې زياته کړه، چې اوکراين دغه صندوق ته د بيړنيو پولي مرستو غوښتنه وړاندې کړې. دغه صندوق د تګلارو او وړانديزونو پرته فکر کوي، چې اوکراين ته نور پولي ملاتړ برابر کړي.