د افغانستان سرپرست حکومت له روسيې او اوکراين څخه د اوسني کړکېچ او بحران د سوله ييز حل غوښتنه وکړه
CMG2022/02/26 11:24:45
شريکول:

د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزارت پر ځايي وخت د فبرورۍ په ۲۵مه نېټه د اوکراين کړکيچ په هکله يوه اعلاميه خپره کړه.

په دې اعلامیه کې راغلي، چې سرپرست حکومت يې د اوکراين وضعيت له نژدې څاري او په جګړې کې د ملکيانو مرګ ژوبلې ته پاملرنه کوي. دوی له روسيې او اوکراين څخه غوښتنه وکړه، چې زغم او سړه سينه وساتي او د جګړې د شدت لپاره پوځي عمليات پای ته ورسوي. افغانستان بې طرفه تګلاره غوره کړې او د جګړې پر ښکېلو خواوو يې غږ کړی، چې د خبرو اترو او مشورو له لارې اوسنی کړکېچ حل کړي او په اوکراين کې د افغان محصلينو او مهاجرينو امنيت تامين کړي.(غاټول)