د امريکا تر اجباري سياست لاندې د افغانستان د ملکي وګړو حقونه او ګټې قرباني شوې
CMG2022/02/27 10:48:03
شريکول:

د امريکا لخوا د افغانستان د مرکزي بانک د شتمنیو  کنګل کېدلو په اړه افغانستان او نړيوالې ټولنې له امريکا څخه له څو مياشتو راهيسې غوښتنه کړې، چې دغه شتمني بيرته افغانانو ته ورکړي، ځکه چې دغه شتمني د افغانستان له سخت بشري بحران او خرابوونکي اقتصاد سره تړاو لري. خو امريکا دغه شتمني بيرته افغانانو ته نه ده ورکړې او د افغانانو د نظريو په پريښودلو سره يې دغه شتمني غلا کړې.

امريکا په دې ښه پوهېږي، چې دغه کړنه به افغانان ډېر زيانمن کړي، په دغه هېواد کې به بشري بحران سخت او د دغه هېواد د بيا رغونې په بهير کې به لا زيات خنډونه جوړ کړي ، امريکا به په خپله د لوټمار نوم خپل کړي. خو امريکا لا هم له افغانستان څخه دغه شتمني غلا کړې او په خپل هېواد کې به په دغه شتمنیو د سپتمر د ۱۱مې  پېښې د تاوان مسئله حل کړي، دغه راز امریکا د افغانستان د حالاتو په اړه خپل پټ هدف ته دوام ورکړی تر څو خپل سياسي هدف عملي کړي.

د سپتمبر ۱۱مه پېښه په امريکا کې يو سخت ترهګريز بريد و، چې نژدې درې زره امريکايان په کې ووژل شول. همدا راز امريکا سمدستي د سپتمبر د ۱۱مې پېښې پلټنه تر سره کړه، که څه هم د پلټنې په نتيجو کې ډېر شکمنې پوښتنې پاتي وې، خو امريکا تر يوې مياشتې نه کم وخت کې پوځونه راغونډ کړل او پر افغانستان یې شل کلنه جګړه پيل کړه. په دغه جګړه کې ۱۶۵ زره افغان ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړ. امريکا د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستان څخه خپل پوځونه  وایستل، په دغه جګړه کې د مرګژوبلو افغانانو کورنيو ته يې هيڅ تاوان نه دی ورکړی، خو د اجباري غوښتنې په اتکا يې پرېکړه کړې، چې افغانان بايد امريکا ته تاوان ورکړي.

امريکا د افغانستان د مرکزي بانک د شتمنیو د ويشلو په بهير کې عجيب منطق لري. يوه خوا امريکا دا نظر لري، چې طالبان د افغانستان قانوني واکمن او د دغې شتمنیو قانوني حق نه لري. خو بله خوا امريکا دا تصديق کوي، چې د افغانستان طالبان ترهګريز سازمان نه دی، خو طالبان بايد د سپتمبر د ۱۱مې پېښې پړه پر غاړه واخلي. دغه راز امريکا  یاده شتمني په دغه پېښه کې زيانمن شويو کسانو ته د ويشلو پرېکړه وکړه. دغه منطق په خپله له تضاد څخه ډک دی. امريکا په خپل هېواد کې د قانون له مخې د بهرني هېواد د مرکزي بانک شتمني حل کړې، خو مخکې شرايط بايد د دغه هېواد د اړوندې څانګې موافقه تر لاسه کړي. خو اوس په افغانستان کې د امريکا د پيژندلو اړونده څانګه نه شته، چې د دغې شتمني د حلولو حق ولري نو دا تصديق کېدای شي، چې امريکا د افغانستان د دغې شتمني د ويشلو حيثيت او پرېکړه نه لري، ځکه چې دغه پانګه د افغانستان د مرکزي بانک او د افغانانو ده.

امريکا په غیر قانوني  ډول د افغانستان پيسې غلا کړې ځکه، چې قانوني شرايط نه لري، نو دغه پيسې هم د سپتمبر ۱۱مې پېښې دعوا کوونکو ته هم ونه ويشل شي. خو دا تثبيت کېږي، چې افغانستان به د دغې شتمنیو د نه لرلو له امله له لا زياتو ستونزو سره مخ شي.

امريکا له افغانستان څخه په بېړنۍ توګه خپل پوځ ايستلی، په لومړي وخت کې يې د افغانستان شتمني کنګل کړې، چې د افغانستان خلک په سخت حالت کې ژوند کوي. امريکا د افغانستان د بشري بحران په اړه پوره معلومات لري، خو ورسره یې بيړنۍ مرستې نه دي کړي بلکې له افغانانو څخه یې کليدي پيسې غلا کړي. امريکا هيڅکله نه غواړي په افغانستان کې سوله ايزې بيا رغونې پيل شي، نو خامخا په دې خاطر به هڅې ونه کړي. د افغانستان اقتصاد ښه پرمختګ نه شي کولی، نو ښايي چې د افغانستان ملکيان د طالبانو ضد چارې تر سره کړي او د کورنۍ جګړې د بيا پيل کولو سيوری به رامنځته شي.

اوسمهال امريکا اوکراين ته د دوکه کولو له لارې د دغه هېواد او روسیې تر منځ د جګړې لمسون کوي. دا د امريکا عادي لارې دي، چې د نورو هېوادونو سولې خرابوي تر څو د اړوندو هېوادونو د پرمختګ مخه ونيسي. افغانستان په مهم جفرافيايي ځای کې پروت دی، نو ښايي چې د افغانستان ګډوډتيا د امريکا له هدف سره سمون لري!