د امريکا سپينې ماڼۍ د فبرورۍ پر ۲۶مه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې په اوکراين کې د روسيې د نظامي فعاليتونو په مقابله کې د امريکا، اروپايي ټولنې، جرمني، فرانسې، بريتانيا، ايټاليا او
کاناډا مشرانو پريکړه کړې، چې ځيني روسيې بانکونه به د سويفټ (SWIFT) سيستم له خدماتو څخه بند کړي او د روسيې پر مرکزي بانک به بنديزونه ولګوي، تر څو ددې مخنیوی وکړي، چې روسیه خپلې نړيوالې زيرمې پیاوړې کړي او د بنديزونو اغيزې کمې کړي.
سويفټ سيستم په ټوله نړۍ کې د خوندي پولي سپارلو خدمتي سيستم دي او د بېلا بېلو هېوادونو تر منځ د پيسو د حسابولو په ساحه کې مهم مقام لري.