د چين او جرمني د بهرنیو چارو وزيرانو د اوکراين د وضعيت په اړه خبرې وکړې
CMG2022/02/27 11:34:20
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د فبرورۍ پر ۲۶ مه نېټه له خپلې جرمنۍ سيالې بيلبورکي سره د اوکراين پر وضعيت تليفوني خبرې وکړې.

وانګ يي په خپلو خبرو کې وويل، چې چين د اوکراين وضعيت له نږدې څاري او د ټولو هغو هڅو هرکلی کوي، چې د دغه وضعیت د ښه والي په ګټه وي. د چين په اند، نړیواله ټولنه دې د بېلابېلو هېوادونو پر معقولو غوښتنو غور وکړي. په داسې حال کې چې ناټو په پنځم ځل د خپلې نقشې د پراخولو په لټه کې ده، نو روسيه د خپل امنيت  لپاره معقوله غوښتنه وړاندې کړې او دغه غوښتنه يې باید تر نظر لاندې ونيول شي او ستونزه یې په ښه توګه هواره شي.

وانګ يي وويل، سړه جګړه پای ته ورسيده، ناټو دې پر خپل رول او مسئوليت بيا فکر کړي او د سړې جګړې په اړه هغه نظاريت دې لرې کړي، چې د ګروپونو يا ډلو ترمنځ د تقابل سبب ګرځي. ناټو، اروپايي ټولنه او روسيه دې خپلمنځي خبرې بيا پيل کړي او هڅه دې وکړي چې د اروپا لپاره برابر، اغېزمن او دواملرونکی امنيتي ميکانيزم جوړ کړي، ترڅو په دغه وچه کې دايمي سوله راشي.

وانګ يي زیاته کړه، حقيقتونو دا ثابته کړې، چې بنديزونه ستونزې نه شي حلولای، بلکې د نويو ستونزو د رامنځته کېدو سبب به وګرځي. د ملګرو ملتونو امنيت شورا دې د تقابل د رامنځته کولو په موخه نه ، بلکې د اوسني بحران د سياسي حل په موخه اقدامات غوره کړي. چين به د نړيوالې سولې د رامنځته کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.