چين د فبرورۍ د ۲۷ مې نېټې د سهار پر ۷ بجو او ۴۴ دقيقو ((L-SAR 01 B )) سپوږمکۍ په برياليتوب سره فضا ته وتوغوله.
دغه سپوږمکۍ به په عمده توګه د جيولوژيکې چاپيريال، ځمکښوئېدنو او زلزلو په ګډون د طبيعي پېښو د څارنې په برخه کې وکارول شي.
(مينه)