د افغانستان سرپرست حکومت په اوکراين کې د ميشو افغانانو په اړه اندېښنه ښودلې
CMG2022/02/27 14:21:37
شريکول:

د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزارت د فبرورۍ پر ۲۶مه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې په اوکراين کې د ميشتو افغانانو او محصلينو د خونديتوب په اړه اندېښمن دی او د ټولو شته امکاناتو او اړيکو په کارولو سره هڅه کوي، چې د خپلو وګړو ژوند خوندي او هغوی يو خوندي ځای ته وليږدوي.