روسيه: امريکا او د هغه ملګري هېوادونه د اوکراين د بحران له حل سره علاقه نه لري
CMG2022/02/27 12:01:14
شريکول:

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخارووا د فبرورۍ پر ۲۶ مه نېټه د اوکراين د وضعيت په اړه ويلي، چې ناټو ديالوګ نه غواړي، د اروپا د امنيت د پياوړتيا نيت يې نه دی ښودلی او پلان لري، چې اوکراين ته هوايي دفاعي سيستم او نورې وسلې ورکړي، له دې څخه څرګنديږي، چې امريکا او د هغه متحدین د اوکراين د روان بحران له حل سره علاقه نه لري.

د امريکا خارجه وزير انتوني بلينکن په همدې ورځ اعلان وکړ، چې امريکا به له اوکراين سره د ۳۵۰ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت پوځي مرستې وکړي، څو په دغه هېواد کې د روسيې د پوځي عملياتو مخه ونيول شي.