پینو ارلاچي: ناټو د اوکراين د بحران سرچينه ده
CMG2022/02/27 14:19:29
شريکول:

د ملګرو ملتونو د سرمنشي پخواني مرستيال او د ايټاليا ټولنپوه پينو ارلاچي د چين مېډيا ګروپ ته ويلي، چې ناټو د اوکراين د بحران د رامنځته کولو سرچينه ده او د دغه بحران د حل بنسټيزه لاره د اروپايي هېوادونو په لاس کې ده.

نوموړي ويلي، د اوکراين د بحران سرچينه دا ده، چې ناټو خپل لمن د روسیې تر سرحدې کرښې پورې پراخه کړه، د روسیې انديښنې راپورته سوې، هېواد یې له ګواښ سره مخ ولیدي او غبرګون يې وښود. دغه مسئله له څه باندې ۳۰ کلونو راپدې خوا دوام لري. ناټو د پخواني شوروي اتحاد له جلا کېدو وروسته روسيې ته ژمنه ورکړې وه، چې ختيځ ته خپل لمن نه پراخوي، خو په حقيقت کې يې ختيځ ته د خپل لمن د پراخولو هڅو ته دوام ورکړی، چې په نتيجه کې يې د روسیې ځيني ګاونډي هېوادونه د ناټو غړي ګرځېدلي او روسیه په دې اړه سړه سينه نه شي ساتلای.

نوموړي زیاته کړې، چې لويديځو هېوادونو په تېرو څو ورځو کې پر روسیې بنديزونه لګولي، خو دغه بنديزونه په لويديځو هېوادونو کې هم د پيسو د پړسوب سبب ګرځېدلی او پر دغو هېوادونو به تر روسيې زیاتې منفي اغيزې وکړي، ځکه روسیه لوی هېواد دی، کم بهرني قرضونه او غني سرچينې لري او له لويو صادروونکو هېوادونو څخه هم شمېرل کيږي.

هغه همدارنګه زياته کړه، چې د اوکراين بحران د حل بنسټيزه لاره د اروپايي هېوادونو په لاس کې ده او اروپايي هېوادونه دې اعلان وکړي، چې دوی به اوکراين د ناټو په تنظيم کې شامل نه کړي.