د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند سعيد خطيب زاده له خبريال سره په مرکې کې ويلي، چې ايران د ذروي مسئلې د مذاکراتو ضرب الاجل يا ځانګړی مهلت نه مني. نوموړي پر دې ټينګار کړی، چې اوسمهال د خبرو اترو او سلامشورو په پرتله لا مهم کار دا دی، چې اروپا او امريکا بايد په جدي توګه سياسي پريکړه وکړي. که متقابلې خواوې د ايران د سرې کرښې درناوی وکړي، نو ښايي په لنډه موده کې يو تړون لاسليک شي.
سعيد خطيب زاده زياته کړې، چې ايران اړتيا نلري، چې پر دغه هېواد د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ د ځينو سياسي تورونو په اړه غبرګون وښيي.