ايټاليايي لوبغاړي د بېجینګ پاراولمپيک ژمنیو لوبو ته سترګې په لار دي
CMG2022/02/28 15:22:44
شريکول:

د ۲۰۲۲م کال د بېجینګ د پاراولمپيک ژمنۍ لوبې به ډېر ژر پرانيستل شي. د ايټاليا د پاراولمپيک کمېټې رئیس لوکا پنکالي څو ورځې مخکې د چین ميډيا ګروپ له خبريال سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې د بېجینګ اولمپيک ژمنیو لوبو د چین وتلی تشکیلاتي توان او د سيالۍ لوړه سویه ښکاره کړې او په ګردې نړۍ يې د اولمپيک فضا خوره کړې ده.

ایټالیايي لوبغاړي اوس د بېجینګ پاراولمپيک ژمنیو لوبو ته سترګې په لار دي.

ایټالیې د بېجینګ پاراولمپيک ژمنیو لوبو ته ۳۲ لوبغاړي ليږلي او د لوبغاړو منځني عمرونه يې ډېر مناسب، بلکې ټول ځوانان دي او ښه انرژي لري. لوکا پنکالي ويلي، چې دوی د بېجینګ پاراولمپيک ژمینو لوبو ته ډېر سترګې په لار دي او هیله يې ښودلې، چې د ایټاليې لوبغاړي به په دغو لوبو کې ښه وځليږي او برياليتوبونه به تر لاسه کړي. هغه وویل:

((بېجینګ د اولمپيک او پاراولمپيک ژمینو لوبو لپاره ډېر ښه تشکیلاتي کارونه تر سره کړي دي او د سپورټ نړیواله ټولنه له بېجینګ څخه ډېره مننه کوي. هیله لرو، چې زموږ لوبغاړي به د بېجینګ د پاراولمپيک په ژمنیو لوبو کې داسې ښې سیالي وکړي، لکه څنګه چې يې څلور کاله مخکې د پيونچانګ پاراولمپيک ژمنیو لوبو کې ښه بریالیتوبونه ترلاسه کړي وو. دا اسانه دنده نه ده، خو زموږ لوبغاړي د ننګونو پر وړاندې د مقابلې لپاره چمتو دي)).

د بېجينګ د پاراولمپيک ژمنیو لوبو لپاره د چين سکي لوبډلې ښوونکي  داریو کاپیلي هم له ایټالیې څخه راغلی او له چيني لوبغاړو سره يې زیاتې مرستې کړې دي. ښاغلي لوکا پنکالي وویل، چې چین او ایټالیا نه یوازې د پاراولمپيک ژمنیو لوبو په برخه کې ښې همکارۍ، بلکې دغه دواړه هيوادونه بايد د دغو همکاریو له لارې معیوبینو ته ډېر ښه شرایط برابر کړي، معیوبين باید په ټولنيز ژوند کې مساوي ګډون ولري او د دوی تفاهم او ټولشموليت باید نور هم زیات شي. هغه وویل:

(( ټولمشوليت د عصري او مدني ټولنې یوه نښه ده، او سپورټ د دغې نښې د څرګندولو یوه مهمه لار ده.  سپورټ نه یوازې د سیالۍ  د لوړې سويې نښه ده، بلکې د ټولشمولیت هڅونې لپاره هم ځانګړی هڅوونکی رول لوبوي، نو پاراولمپيک ژمنۍ لوبې باید هم  په چين او هم ایټالیا کې، همدغه شان رول ولوبوي. معیوبین د لوبو له لارې نیکمرغه ژوند ترلاسه کوي او له همدې څخه ښکاري، چې زموږ ټولنيز سيسټم  نور هم همغږی او ټولشموله شوی دی.))

نوموړي زیاته کړه، چې هغه د لامبو وهلو یو لوبغاړی و او د پاراولپيک په دوبنیو لوبو کې يې ګډون کړی دی. د ده په اند، د پاراولمپيک په دوبنیو او ژمنیو لوبو کې د لوبغاړو ګډون د دوی د ټينګې ادارې ښکارندويي او نړیوالو ته دا څرګندوي، چې معیوبین هم ستر پټ ځواک او انرژي لري، کله چې دوی خپله وړتیا ښکاره کوي، نو خلک د دوی نیمګړتیاوو ته پاملرنه نه کوي او ټول خلک ورته یو شان ښکاري. هغه وویل:

((زما په اند، پاراولمپيک لوبې ستر اهمیت لري. اوس د ایټالیې په ځينو ښوونیزو ارګانونو کې ځينې تعليمي پروژې روانې دي او هیله مو دا ده، چې نور زیات ځوانان به هم په دغو پروژو کې برخه واخلي او د پاراولمپيک لوبو کلتور به وهڅوي. پاراولمپيک ژمنۍ لوبې نه یوازې د سپورټ مېله ده، بلکې د یو هېواد پر ټولنيز او کلتوري سيستم د اغېزې یو ګټور فرصت هم دی. ))