وانګ يي: چين او امريکا بايد له شانګهای اعلاميې څخه ګټه پورته کړي
CMG2022/02/28 17:15:11
شريکول:

د شانګهای اعلاميې د خپرېدو د ۵۰مې کليزې يادغونډه د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه په شانګهای کې تر سره شوه. د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په دغه غونډه کې ګډون او وينا وکړه.

وانګ يي وويل، چې چين او امريکا ۵۰ کاله مخکې په همدې ورځ د شانګهای ګډه اعلاميه خپره کړې او د خپلمنځي تګ راتګ د خلا وضعيت يې پای ته رسولی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د عادي کېدو بهير يې پيل کړی دی.

نوموړي وويل، چې په شانګهای اعلاميه کې د ښکيلو خواوو د نظريو توپيرونه ساتل شوي، نو ځکه دغه اعلاميه د ډيپلوماتيکو چارو په تاريخ کې ابتکاري اعلاميه بلل کيږي او د بېلا بېلو نظامونو د هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګښت او پرمختګ لپاره يې ګټورې تجربې برابرې کړې دي. د شانګهای اعلاميې مهمه روحيه په اوسنۍ زمانې کې هم اغېزمنه پاتې ده.

وانګ يي زياته کړه، چې په شانګهای اعلاميې کې ليکل شوي، چې بېلا بېل هېوادونه مختلف ټولنيز نظامونه لري او ټول بايد يو د بل د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د درناوي، پر نورو هېوادونو د نه تيري، د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې د نه لاسوهنې، برابرۍ او ګډو ګټو او په سوله کې د ګډ ژوند پر اصولو ټينګار وکړي. چين د امريکا د ټولنيز نظام درناوی کوي او د دغه هېواد د پر له پسې ورخلاصون او پرمختګ هيله لري او امريکا دې هم په مقابل کې د چين د پرمختيايي لارې درناوی وکړي او د خپل پرمختګ په جريان کې دې چين د يو ملګري په توګه وپېژني او د واک په لوبه کې د دښمن په سترګه دې نه ورته ګوري.

وانګ يي وويل،  چې د چين او امريکا ترمنځ اړيکې اوس له سختو ننګونو سره مخ دي او يو مهم لامل يې دا ښودلی چې د شانګهای اعلاميې روحيه او اصول نه دي پلي شوي.

نوموړي له امريکا څخه وغوښتل، چې د چين په اړه معقولې او مناسبې تګلارې بيا غوره کړي او له چين سره يو ځای د دواړو هېوادونو د مشرانو ګډې نظريې او د ولسمشر جوبايډن څرګندونې عملي کړي او مناسب مدار ته د خپلمنځي اړيکو د ستنېدلو لپاره هڅې وکړي.

وانګ يي څلور فقره ييز وړانديز کړی، چې لومړی، امريکا دې د يو چين پېژندلو پر اصل ټينګار وکړي. دوهم، دواړه هېوادونه دې پر متقابل درناوي ټينګار وکړي او د خپلمنځي اړيکو د پرمختګ په مناسب لوري دې ګامونه پورته کړي. درېيم، دواړه هېوادونه دې پر همکاريو او ګډو ګټو  ټينګار وکړي او د خپلو هېوادونو پرمختګ او سمسورتيا دې وهڅوي. څلورم، دواړه هېوادونه دې د لويو هېوادونو مسؤليت عملي او نړۍ ته دې نور زيات عامه توليدات برابر کړي.

وانګ يي وويل، چې د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د ټينګښت دروازه پرانيستل شوې او بايد بيا و نه تړل شي. نړۍ له سړې جګړې څخه وتلې او بايد د سړې جګړې له سيوري هم وساتل شي. دواړه هېوادونه بايد د تاريخ د نوي مبدا پر وړاندې له شانګهای اعلاميې څخه ګټه پورته کړي او د دواړو  مشرانو د ګډو نظريو په رڼا کې  دې د يو بل سره د ګذارې مناسبه لار پيدا کړي او دواړو هېوادونو او خلکو ته دې ګټې ورسوي.