پوتين د خپل هېواد د ستراتيژيک تهدید ځواکونو ته د تيارسئ امر کړی
CMG2022/02/28 14:36:59
شريکول:

کرملين ماڼۍ پر خپلې ويبپاڼې خبر ورکړی، چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د فبرورۍ د ۲۷مې نېټې له غرمې وروسته روسي ځواکونو ته امر کړی، چې خپل ستراتيژيک تهدید ځواکونه د ځانګړي جنګي چمتوالي وضعيت ته داخل شي.

پوتين په همدې ورځ د دغه هېواد له دفاع وزير سيرګي شويګو او د ځواکونو له لوی درستيز واليري ګيراسنوف سره د کتنې په ترڅ کې ويلي، چې (( د ناټو د غړو هېوادونو لوړ پوړو چارواکو د روسيې پر ضد تيري کوونکې خبرې کړي، نو ځکه دفاع وزير او لوی درستيز ته امر کوم، چې خپل د ستراتيژيک تهديد ځواکونه بايد د ځانګړي جنګي چمتوالي وضعيت ته داخل کړي.

د ټاس خبري اژانس په يوه خبر کې ويل شوي، چې د روسي ځواکونو د ستراتيژيک تهدید ځواکونه دا دي، چې پر روسيې او خپلو ملګرو هېوادونو د تيري د مخنيوي لپاره په جنګونو کې د اټومي وسلو په شمول د بېلا بېلو وسلو په کارولو سره تيري کوونکو ته ماتې ورکړي.

د روسيې سپوټنيک اژانس او د امريکا د فوکس نيوز د فبرورۍ په ۲۷مه نېټه خبر ورکړی، چې د امريکا ولسمشر جو بايډن په دې وروستيو کې د روسيې او اوکراين ترمنځ د شخړې په پار له خبريال سره په مرکې کې ويلي، چې امريکا دوه انتخابونه لري، چې يو يې له روسيې سره جنګ او د درېيمې نړيوالې جنګړې پيل دی او بل يې پر ورسيې د بنديزونو لګول دي.