چين په امريکا کې د بشري حقونو د سرغړونو راپور خپور کړ
CMG2022/02/28 20:52:55
شريکول:

 د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د فبرورۍ په ۲۸ مه نېټه ((په ۲۰۲۱م کال کې امريکا کې د بشري حقونو د سرغړونو راپور)) خپور کړی دی.

دغه راپور ۱۵زره کليمې لري او پر شپږو برخو ويشل شوی دی.

 راپور وايي، چې په ۲۰۲۱م کال کې په امريکا کې د کرونا وبا ضد مبارزې د سياسي کيدو له امله د کرونا د مثبتو پېښو او د مړينې شمېرې په نړۍ کې تر ټولو زياتې وې. په ۲۰۲۱م کال کې په امريکا کې د ډزو خونړيو پېښو شمېر ۶۹۳ ښودل شوی، چې دا د ۲۰۲۰م کال د ورته پېښو په پرتله ۱۰.۱٪ زياتوالی ښيي. د دې ترڅنګ د امريکې پر حکومت د امريکايانو باور هم بې سارې ټيټې کچې ته رسيدلی او د نژادي تبعيض پېښې، په تېره بيا د اسيايي الاصله امریکايانو د تبعيض پېښې تر ۲۰۲۰م کال ۳۶۱٪ زياتې شوې دي.

دغه راپور دې ته هم اشاره کړې، چې امريکا په ۲۰۲۱م کال کې په کورکورانه توګه پر ډېرو هېوادونو يو اړخيز بنديزونه لګولي او همدغه کړنې يې په نړۍ کې د نويو بشري ناورينونو سبب ګرځېدلې دي. امريکې تېر کال د بشري حقونو د ساتلو په پلمه يوه نړیواله ديموکراتيکه سرمشريزه رابللې وه، خو په نړۍ کې يوه لويه سياسي ډرامه وبلل شوه.  د نړۍ ګڼو هېوادونو استازو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا  ۴۸ مې غونډې ته په ويناوو کې امريکا د بشري حقونو د نړيوالو چارو تر ټولو لویه خرابونکې بللې او ورڅخه  يې غوښتي، چې په خپل هېواد کې د بشري حقونو ستونزې هوارې کړي.