د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د شانګهای اعلاميې د ۵۰مې کليزې په يادغونډه کې وينا وکړه
CMG2022/02/28 15:13:34
شريکول:

د شانګهای اعلاميې د خپرېدو د ۵۰مې کليزې يادغونډه د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه په شانګهای کې تر سره شوه. د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په دغه غونډه کې ګډون او وينا وکړه.

وانګ يي وويل، چې چين او امريکا ۵۰ کاله مخکې په همدې ورځ د شانګهای ګډه اعلاميه خپره کړې او د خپلمنځي تګ راتګ د خلا وضعيت يې پای ته رسولی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د عادي کېدو بهير يې پيل کړی دی.

نوموړي وويل، چې په شانګهای اعلاميه کې د ښکيلو خواوو د نظريو توپيرونه ساتل شوي، نو ځکه دغه اعلاميه د ډيپلوماتيکو چارو په تاريخ کې ابتکاري اعلاميه بلل کيږي او د بېلا بېلو نظامونو د هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ټينګښت او پرمختګ لپاره يې ګټورې تجربې برابرې کړې دي. د شانګهای اعلاميې مهمه روحيه په اوسنۍ زمانې کې هم اغېزمنه پاتې ده.

وانګ يي زياته کړه، چې په شانګهای اعلاميې کې ليکل شوي، چې بېلا بېل هېوادونه مختلف ټولنيز نظامونه لري او ټول بايد يو د بل د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د درناوي، پر نورو هېوادونو د نه تيري، د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې د نه لاسوهنې، برابرۍ او ګډو ګټو او په سوله کې د ګډ ژوند پر اصولو ټينګار وکړي. چين د امريکا د ټولنيز نظام درناوی کوي او د دغه هېواد د پر له پسې ورخلاصون او پرمختګ هيله لري او امريکا دې هم په مقابل کې د چين د پرمختيايي لارې درناوی وکړي او د خپل پرمختګ په جريان کې دې چين د يو ملګري په توګه وپېژني او د واک په لوبه کې د دښمن په سترګه دې نه ورته ګوري.