امنيت شورا د اوکراين مسئلې په اړه د م.م عمومي اسمبلۍ د بېړنۍ غونډې پريکړه ليک تصويب کړ
CMG2022/02/28 12:52:49
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، امنيت شورا د فبرورۍ په ۲۷مه نېټه د ۲۶۲۳م نمبر پريکړه ليک تصويب کړی دی. په دغه پريکړه ليک کې د ملګرو ملتونو له عمومي اسمبلۍ څخه غوښتل شوي، چې د اوکراين د حالاتو په اړه بېړنۍ غونډه جوړه کړي. دا له تېرو ۴۰ کلونو راهيسې، د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د بېړنۍ غونډې د پيل لپاره د امنيت شورا له خوا لومړی تصويب شوی پريکړه ليک دی.

د دغه پريکړه ليک مسوده د امريکا او البانيا له خوا امنيت شورا ته وړاندې شوې او د ملګرو ملتونو له عمومي اسامبلې څخه پکې غوښتل شوي، چې د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه بېړنۍ او ځانګړې غونډه تر سره کړي او د اوکراين د وضعيت په اړه د ګډو عملياتو پر څرانګوالي بحثونه وکړي.