د چين د احصائيې ملي ادارې تازه شمېرنه ښيي، چې د دغه هېواد اقتصادي حجم او د هرتن په سر منځنۍ جي ډي پي زياته شوې ده.
په تېر ۲۰۲۱م کال کې د چين ټولنيز کورنی توليد يا جي ډي پي د وړم کال په پرتله ٪۸.۱ زياتوالی ښيي او په دواړو کلونو کې يې منځنی شمېر ٪۵.۱ ښودل شوی او د نړۍ په لويو اقتصادي ځواکونو کې يې مخکښ ځای نيولی دی.
د چين اقتصادي حجم له ۱۱۰۰۰۰مليارډو يوانو څخه اوښتی او په نړۍ کې يې دوهم ځای نيولی دی. د چينايانو د هرتن په سر منځنۍ جي ډي پي له ۸۰ زرو يوانو څخه تر (۱۲۵۵۱ ډالرو ) هم ډېره شوې، چې دا د نړۍ تر منځنۍ سويې زياته ده.