چين: د ملګرو ملتونو هر اقدام بايد د اوکراين بحران د ډيپلوماتيک حل لپاره ګټور وي
CMG2022/02/28 12:58:44
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو امنيت شورا د فبرورۍ په ۲۷مه نېټه په يوه غونډه کې د ۲۶۲۳م نمبر پريکړه ليک تصويب کړی دی. دغه پريکړه ليک د امريکا په شمول د ځينو هېوادونو له خوا وړاندې شوی او د ملګرو ملتونو له عمومي اسمبلۍ څخه پکې د يوې بېړنۍ غونډې غوښتنه شوې ده. په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي جانګ جون هم د امنيت شورا په ياده غونډه کې ګډون درلود او د دغه پريکړه ليک په رايګيرۍ کې يې ممتنع رايه ورکړې او د چين دريځ يې بيان کړی دی.

جانګ جون په خپله وينا کې ويلي، چې د اوکراين وضعيت د سختېدو پر وړاندې تر ټولو اړين کار دا دی، چې ښکيلې خواوې بايد زغم وساتي او د اوکراين د حالاتو د لا ستخوالي مخه بايد ونيسي. چين د اوکراين بحران د ډيپلوماتيک حل لپاره له هرې ګټورې هڅې ملاتړ کوي او روسيه او اوکراين بايد ډېر ژر خپلمنځي مستقيمې خبرې اترې پيل کړي. بر سيره پر دې، چين له دې څخه هم ملاتړ کوي، چې اروپا او روسيه دې د اروپايي امنيت په اړه مساوي خبرې اترې وکړي او د اروپايي امنيت په اړه دې برابر، اغېزمن او دوام لرونکی ميکانيزم جوړ کړي.