د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د
بهرنيو چارو وزير وانګ يي د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه له بېجينګ څخه په انلاين ډول د
ملګرو ملتونو د بشري حقوقو شورا د ۴۹م کنفرانس په عالي رتبه غونډه کې ګډون وکړ.
نوموړي په يادې انلاين غونډې کې (( نړۍ بايد په عدالت ټينګار وکړي او د بشري حقوقو
د ساتنې نړيوالې چارې بايد په سالم ډول پرمخ يوسي)) په عنوان وينا وکړه.
نوموړي وويل، د هر کس د بشري حقونو ساتنه د انساني ټولنې موخه ده او د بشري حقونو ساتل او هڅول د بېلا بېلو هېوادونو ګډې چارې دي. چين له بېلا بېلو هېوادونو څخه غواړي، چې په ګډه بشري حقونه، د خلکو ګټې، ګډ پرمختګ او عدالت وساتي. (خبرياله : شکريه)