د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اوکراین د ولسمشر مطبوعاتي سيکريټر نیکولا نیکیفوروف د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه وویل، چې ولسمشر زلینسکي په همدې ورځ په پلازمینه کیف کې په اروپايي ټولنه کې د اوکراین د ګډون غوښتنلیک لاسلیک کړی دی.
زلینسکي په همدې ورځ په یوه ويډيويي پيغام کې له اروپايي ټولنې څخه وغوښتل، چې سمدلاسه ځانګړی جریان پيل کړي او په دغه ټولنه کې د اوکراین ګډون سره موافقه وکړي. (هیله)