ناټو اوکراین ته د ټانک ضد وسلې او هوايي دفاع توغندي برابروي
CMG2022/03/01 14:32:16
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ناټو سرمنشي ستوربیرګ د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه پر ټولنیزو رسنیو ویلي، چې ناټو اوکراین ته د ټانک ضد وسلې، هوايي دفاع توغندي او نورې مرستې برابروي. 

ناټو د فبرورۍ د ۲۷مې نېټې په شپه ویلي، چې د ناټو غړي هېوادونه به په دوامداره توګه له اوکراین څخه سیاسي او مادي ملاتړ پياوړی کړی او د ټانک ضد زرګونه وسلې، څو سوه هوايي دفاع توغندي او نورې وسلې او ګولۍ به وروليږي. برسيره پر دې، د ناټو غړيو هېوادونو له اوکراین سره اقتصادي او بشردوستۍ مرستې هم کړې دي. (هيله)