په امريکا کې د کرونا وبا ضد ناکامه مبارزه د بشري حقونو رښتينی وضعيت انعکاسوي
CMG2022/03/01 16:44:41
شريکول:

په امريکا کې په ۲۰۲۱ م کال کې د کرونا وبا مثبتې پېښې ۳۴۵۱۰ زره  او د دې وبا له امله د مړينې شمېر پکې ۴۸۰ زره ښودل شوی، چې دا دواړه شمېرې په نړۍ کې تر ټولو زياتې دي.

د "لاس انجلس ټایمز" کالم لیکونکی مایکل شیلډسک وايي، چې ۲۰۲۱م کال د امریکا په تاریخ کې ترټولو ناوړه کال و.

په امریکا کې په ۲۰۲۱م کال کې د ډزو ۶۹۳خونړۍ پېښې شوي او دغه شمېر د ۲۰۲۰م کال د ورته پېښو په پر تله ٪۱۰.۱ زياتوالی ښيي او په دغه هيواد کې د ۲۰۲۱ د ډزو په پېښو کې ۴۴زره کسان وژل شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ځانګړي راپور ليکوال فرناند دی وارینا وايي، چې د امريکا د بشري حقونو د ساتلو قوانين له نيمګړتياوو څخه ډک دي.

د امریکا پر حکومت د امریکايانو باور له ۱۹۵۸م کال راهيسې تر ټولو ټيټې کچې ته رسیدلی دی او یوازې ٪۷ امريکايان د خپل هېواد ډيموکراتيک نظام مناسب بولي. 

 "یو ایس اې ټوډۍ"، "نیویارک ټایمز" او یو شمېر نورو امریکایي رسنیو په بېلا بېلو تبصرو کې ويلي، چې "امریکایي ډیموکراسي له مینځه تللې او امريکا باید لومړی خپله ډیموکراتیکه ناکامي حل کړي".

امریکا همېشه خپل ځان "د بشري حقونو مدافع" بولي، خو په ۲۰۲۱م کال کې يې دغه رول په بشپړه توګه سقوط شوی دی او په افغانستان کې يې ناکامي تر ټولو ښه نومونه ګڼل کيږي.

د هارورډ پوهنتون د نړیوالو اړیکو پروفیسور سټیفن والټر ويلي، چې امريکا باید لومړی خپلې کورنۍ ستونزې هوارې کړي او وروسته دې له نورو هېوادونو سره پر خپل چلند او اړيکو بيا غور وکړي.